د کيلې مېوې له پاره له دوو نومونو (دانه او ښاخ يا ډنډه) څخه کار اخيستل کيږي چې هرې کيلې ته (دانه) ويل کيږي او هغه چې د ډېرې کيلې په يو يا دوه کتارونو کې يو له بل سره وي هغې ته (دسته = ښاخ =ډنډه) وايي. د مانشو شنې کيلې له اکوادور او هندوستان څخه برابريږي او کلک پوستکی لري.
کيله پر(تريپتوفان) بډايه ده چې بدن هغه په (سروتونين) اړوي. سروتونين د ارامتيا او خوښۍ لامل ګرځي. د ارامتيا او خوښۍ احساس په شونډو موسکا هم راولي.