تازه کوپره ډېر وزن لري او د خوځېدلو پرمهال په هغې کې دننه د اوبو غږ اورېدل کيږي. تازه او زرغونه کوپره ډېرې اوبه يا هم شېدې لري خو کله چې رسيږي نو اوبه يا شيدې يې په کمېدو شي. د يوه رسيدلي او بالغ نارګيل رنګ قهوه ای وي. سپينه برخه يې غوښنه او خوراک يې له ويټامينونو څخه ډک وي.
د نارګيل سپينه غوښنه برخه د بېلابېلو انزايمونو لرونکي وي لکه: انورتين، اکسيدازاو کالاتاز. د کوپري په شيدو کې هم ډول ډول امينو اسيدونه وي لکه: هيستيدين، ارژينين، پرو لين او لوسيون. د تازه کوپرې وچ مغز هم له ۶۰ څخه تر ۶۷ سلنه غوړي لري.