زنجبيل

د زنجبيل د پيدا کېدو ځای د اسيا تودې سيمې په ځانګړي ډول چين او هندوستان دي، دارنګه په يخو او د ښې يا معتدلې هوا په سيمو کې هم پالل کيږي. مانشو تاسې ته د ښه معيار اوکيفيت لرونکي کلک، اوبه لرونکي او زړه راښکونکي زنجبيل برابروي. د مانشو د زنجبيل عطري بوی او تند او تيز خوند به مو هېرنه شي. زنجبيل د اسيا په ختيځ کې له پخوا د د ډېرو سيمو په دوديزو دودونو کې د درملو د ځانګړنو په لرلو سره مشهور او دود دي. زنجبيل په ويټامينونو او معدني موادو بډای او د انرژۍ لاسته راوړلو يوه غښتلې ماده بلل کيږي.