په نړۍ کې پاکستان اوهندوستان د ام دوه لوی توليدوونکي هېوادونه دي. مانشو له هند او پاکستان څخه غوره او د ښه کيفيت امونه درته تياروي. د پاکستان امونه په خوند، مزه او کيفيت کې د نړۍ له ډېرو سيمو په څو واره غوره دي. د مانشو امونه خوږ خوند لري او د هغه عطراو قوي بوی به مو په ياد پاتې وي.
ام ډېره غښتلې کوونکې او د فيبر، ويټامين سی ، ويټامين ای او انټی اکسيدان لرونکې مېوه ده. د ام خوراک هاضمي جهاز او پښتورګي غښتلي کوي او د ډېرې اوسپنې په لرلو سره په بدن کې د کمښت مخنيوی کوي.